۰
د ولسمشرلومړی مرستیال:

پاکستان لاس موټر ته اسناد واخلۍ، که نه موټر مو مصادره کېږي

یکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۳
د ولسمشر لومړي مرستیال یو ځل بیا د چپ یا پاکستان لاس موټر لرونکو ته خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول موټرو لپاره امنیتي اسناد واخلي که نه موتر به یې مصادره شي.
پاکستان لاس موټر ته اسناد واخلۍ، که نه موټر مو مصادره کېږي
د ولسمشر لومړي مرستیال یو ځل بیا د چپ یا پاکستان لاس موټر لرونکو ته خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول موټرو لپاره امنیتي اسناد واخلي که نه موتر به یې مصادره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د سلواغې ۱۲ مه د شپږنیمو له غوندې وروسته خپله فسبوک پاڼه ویلي، چې د چپ یا پاکستان لاس موټر لپاره د امنیتي اسنادو د ورکړې ټول تخنیکي کارونه تمام شوي دي.

نوموړي د دغه لاس موټر لرونکو څخه غوښتي، چې د کابل ترافیکو مدیریت ته مراجعه وکړي او د خپلو موټرو لپاره امنیتي اسناد ترلاسه کړي.

ښاغلي صالح خبرداری ورکړی که چا د چپ یا پاکستان لاس موټرو لپاره امنیتي اسناد وانخستل، نو د قانون سره سم به یې موټر مصادره شي، په داسې ډول چې بېرته نه ورکول کېږي.

بل خوا صالح وايي، کورنیو چارو وزارت او ننګرهار والي ډاډ ورکړي، چې ډېر زر به تورخم دروازه کې د ګڼې ګوڼې او د اخاذی مخیوی وکړي.

دی زیاتوي، ننګرهار والي ښاغلي امرخېل ډاډ څرګند کړی، چې په دغه دروازه کې به د هر ډول فساد او اخیستنې مخه نیسي او د مسافرو لپاره به اسانتیاوې رامنځ ته کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم ویلي، چې د کابل شاروالۍ په هر اړخیزه همکارۍ سرای شمالي کې غصب شوې ځمکې به له غاصبینو راخلاصوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي