۰
د امریکا د ملي امنیت سلاکار:

طالبان دې له افغان حکومت سره جعلي نه بلکې رښتینې مذاکرات وکړي

یکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۷
د امریکا د نوې حکومت د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان پر طالبانو غږ کړي، چې له افغان حکومت سره له نمایشي او جعلي تېر او رښتیني مذاکرات د وکړي.
طالبان دې له افغان حکومت سره جعلي نه بلکې رښتینې مذاکرات وکړي
د امریکا د نوې حکومت د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان پر طالبانو غږ کړي، چې له افغان حکومت سره له نمایشي او جعلي تېر او رښتیني مذاکرات د وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلېوان یو ځل بیا د افغانستان په اړه څرګندونې کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې له افغان حکومت سره داسې مذاکرات وکړي، چې پایله لرونکي وي.

جک سلېوان ټینګار کړی، چې د بایډن اداره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې باوري دي چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

نوموړي ویلي، طالبان د له افغان حکومت سره د جعلي، نمایشي او غولوونکو خبرو پر ځای رښتینو او پایلې لرونکو مذاکراتو ته ادامه ورکړي او ژر تر ژره دې دواړه لوري د خبرو له لارې د جګړې بهیر ته د پای ټکی کېږدي.

د یادونې ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار څو ورځې وړاندې هم ویلي و، چې له طالبانو سره د سولې هوکړه ارزوي او غواړي په دې پوه شي چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

امریکا پر طالبانو دا غږ پر داسې مهال کړی، چې کابو یوه میاشت کېږي د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوې، خو تر لومړیو دوه غوندو وروسته ویل کېږي طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او مشران یې د ځینو هېوادونو په سفرونو وتلي دی.

همدا نن د افغان مرکچي پلاوي غړو په یوه انلاین کنفرانس کې خبریالانو ته و ویل، چې دوی هر ګړۍ د سولې مذاکراتو ته چمتو دي، خو طالبان نه حاضرېږي.

د دغه پلاوي یو تن غړي رسول طالب و ویل، چې د طالبانو د پلاوی غړي او مشران د دې پر ځای چې مذاکراتو ته حاضر شي، ځینو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

باید و ویل شي، چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو یو پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ایران ته تللی او یو بل پلاوی یې د عباس ستانکزي په مشرۍ مسکو ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي رسنیو راپور ورکړي، چې د بایډن ادارې د طالبانو سره شوې هوکړې بیا کتنه پیل کړې او که یې په نظر ناسمه وه، ښايي شاتګ ترې وکړي او لغوه یې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي