فاریاب کې د هاوان مرمیو لګېدو ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

12 دلو 1399 ساعت 13:29

سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې د هاوان دوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې د هاوان دوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د سلواغې ۱۲ مه غرمه مهال ۱۱ بجې د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، هاوان د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو توغول شوي و، چې د ولسوالۍ په بازار کې لګېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د هاوان د دغه دوه مرمیو د لګېدو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، د هاوان مرمیو د لګېدو له امله یو شمېر دوکانونو ته هم زیان رسېدلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: فاریاب


د مطلب کود: 135993

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com