۰
د امریکا دفاع وزارت:

طالبانو په ژمنو عمل نه دی کړی، ښکاري، چې د دوحې تړون ته ژمن نه دي

دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۹
د امریکا دفاع وزارت یو ځل بیا ویلي، چې وسله والو طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، په داسې حال کې، چې امریکايي لوری لا هم د دوحې تړون ته ژمن دی.
طالبانو په ژمنو عمل نه دی کړی، ښکاري، چې د دوحې تړون ته ژمن نه دي
د امریکا دفاع وزارت یو ځل بیا ویلي، چې وسله والو طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، په داسې حال کې، چې امریکايي لوری لا هم د دوحې تړون ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جان کربي یو وار بیا په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، بلکې پر افغان ځواکونو یې بریدونه ډېر کړي دي.

جان کربي ویلي، چې د طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتېدو دا ښکاري، چې دغه ډله دوحه کې شوې هوکړې ته ژمن نه دي او دې کار امریکا ناهیلې کړې ده.

هغه ټینګار کړي، چې د امریکا ستره موخه دا ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړي خو د طالبانو نه ژمنتیا ناهیلي ډېره کړې ده.

دی وايي، طالبانو ته په کار د چې د دوحې هوکړه عملي کړي او تمه یې وښوده، چې طالبان له هوکړې سره سم تاوتریخوالی کم او مذاکرات چټک کړي.

د یادونې ده، له هغې چې د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسم تر سره کړي او عملآ یې واک تر لاسه کړی دا څوم ځل دی، چې لوړ پوړي امریکايي چارواکي طالبان د دوحې تړون په نه ژمنتیا تورنوي.

تر دې وړاندې د امریکا نوي دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار درې واړو په وار وار ويلي، چې طالبانو د دوحې هوکړه نه ده عملي کړې، لا هم له القاعده سره اړیکې لري، تاوتریخوالی یې زیات کړی او مذاکرات هم په ریښتینې توګه نه کوي.

تر دغه څرګندونو وروسته امریکايي رسنیو دا راپور هم ورکړ، چې د بایډن ادارې له طالبانو سره د شوې هوکړې بیا ارزونه پیل کړې او که ناسمه ورته وبرېښي ښايي ولسمشر بایډن یې لغوه کړي.

خو وسله والو طالبانو په تازه څرګندونو کې هم ویلي، چې دوی هوکړې ته ژمن دي او تمه لري چې مقابل لوری هم دغه هوکړه عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي