۰

ناټو: شرایط نه دي برابر، تر مۍ وروسته به هم افغانستان کې پاتې شو

دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۶
افغانستان کې د جګړو د دوام او زیاتېدو سره سم نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ښايي بهرني سرتېري د دوحې له هوکړې سره سم د افغانستان څخه خپل سرتېري ونه باسي.
ناټو: شرایط نه دي برابر، تر مۍ وروسته به هم افغانستان کې پاتې شو
افغانستان کې د جګړو د دوام او زیاتېدو سره سم نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ښايي بهرني سرتېري د دوحې له هوکړې سره سم د افغانستان څخه خپل سرتېري ونه باسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تازه د ناټو ځینو لوړ پوړ چارواکو هم تایید کړې، چې افغانستان کې شرایط نه دي برابر شوي او بهرني ځواکونه به افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ناټو چارواکو ویلي، چې سرتېري به یې له مۍ میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي، ځکه په وینا یې د وتلو شرایط نه دي برابر شوي.

رویټرز خبري آژانس د ناټو د څلورو مهمو سرچینو په حواله ویلي، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو د دې احتمال شته چې بهرني ځواکونه له دغه هېواد و نه وځي.

د ناټو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دغه آژانس ته زیاته کړې« د ایتلاف ځواکونه به د مۍ تر پایه ونه وځي،‌ ځکه چې شرایط برابر شوي‌ نه دي.»

دغه چارواکي دا هم ویلي، په امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره به پالیسي‌ تغیر وکړي او د بېړنۍ وتلو مسئله چې حاکمه وه،‌ حل به شي او موږ کولی شو د وتلو یوه ښه او منظمه ستراتیژي وینوو.

په ورته وخت کې د ناټو یوه ویاند اونالنګېسکو ویلي د ناټو هېڅ غړی نه غواړي، چې له اړتیا پرته ډېر وخت په افغانستان کې پاتې شي.

خو په وینا یې دا خبره روښانه شوې، چې افغانستان کې د ناټو موجودیت په شرایطو پورې تړلیو چې اېتلاف به دغه ډول حالت ارزوي او د راتلونکې په اړه به سلا مشورې کوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي و، چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو شتون په شرایطو پورې اړه لري او ناټو به له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
 
. جمهورخبری آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي