جاپان له افغانستان سره ۱۲۲.۲ میلیون ډالر مرسته کوي

13 دلو 1399 ساعت 14:32

کابل کې د جاپان سفارت وايي، د دغه هېواد حکومت د بشردوستانه او پرمختیايي پروژو د تطبیق لپاره له افغانستان سره ۱۲۲.۲ میلیون ډالر مرسته کوي.


کابل کې د جاپان سفارت وايي، د دغه هېواد حکومت د بشردوستانه او پرمختیايي پروژو د تطبیق لپاره له افغانستان سره ۱۲۲.۲ میلیون ډالر مرسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د جاپان سفارت نن دوشنبه د سلواغې ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا مرستې د یاد هېواد له لوري په جینوا کنفرانس کې د شوې ژمنې سره سم افغانستان ته ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ۱۲۲.۲ میلیون ډالر مرسته به په روان میلادي کال کې افغانستان ته ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې د جینوا کنفرانس د تېر ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې دایر شو چې ګڼو هېوادونو له افغانستان سره د تازه مرستو ژمنه وکړه.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر موتګي توشمیتسو په جینیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱۸۰ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

باید و ویل شي، چې جاپان له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۶.۹ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 136031

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136031/

جمهور
  https://www.jomhornews.com