۰

ننګرهار کې د داعش یو جلاد نیول شوی دی

دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۴
امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یې د داعش هغه جلاد او مهم غړی نیولي، چې پخوا یې دولتي کارکوونکي او عام وګړي په بې رحمۍ حلالول.
ننګرهار کې د داعش یو جلاد نیول شوی دی
امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یې د داعش هغه جلاد او مهم غړی نیولي، چې پخوا یې دولتي کارکوونکي او عام وګړي په بې رحمۍ حلالول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن دوشنبې د سلواغې ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

خبرپاڼه کې د نیول شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی خو وايي، ځانګړو ځواکونو د چپرهار د ګرټګ سیمې د توري بابا په کلي کې د عملیاتو پر مهال نیولی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کس د داعش جلاد، چې څو تنه دولتي کارکوونکي یې هم په رحمۍ سره حلال کړي و او اوس هم به مخفي ډول د داعش ډلې فعالیتونو ته یې زمینه برابروله.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم په همدې چپرهار ولسوالۍ کې د داعش د مطبوعاتي غړي په ګډون دوه کسه افغان ځواکونو نیولي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي