دفاع وزارت:

طالبانو په ژمنو عمل نه دی کړي ښايي بهرني ځواکونه پاتې شي

14 دلو 1399 ساعت 9:49

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، وسله والو طالبانو دوحې تړون کې پر کړیو ژمنو هېڅ عمل نه دی کړی او ښايي دا کار یې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو سبب شي.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، وسله والو طالبانو دوحې تړون کې پر کړیو ژمنو هېڅ عمل نه دی کړی او ښايي دا کار یې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو سبب شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي میاخېل په یوه مرکه کې ویلي، طالبانو ژمنه کړې وه، چې تاوتریخوالی به کموي او مذاکرات به کوي.

خو په وینا یې دغه ډلې نه یوازې تاریخوالی کم کړی نه دی، بلکې لا یې زیات کړي، نه یې مذاکراتو کې پرمختګ ته لار هواره کړې او نه یې هم اوربند ته چمتوالی ښودلی.

د ملي دفاع مرستیال وايي، همدې مسایلو ته په کتو ښايي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونوځي او طالبان د دې لامل شي، چې بهرني ځواکونه خپل حضور ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا دا چې بهرني ځواکونه تل وایي، شرایطو ته په پام به په افغانستان کې د خپل حضور یا وتلو په اړه پرېکړه کوي نو ظاهرا داسې ښکاري چې شرایط د بهرنیانو وتلو ته برابر نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینو لوېدیځو رسنیو د ناټو چارواکو له قوله خبر ورکړی و، چې ښايي ناټو ځواکونه د دوحې د تړون د ټاکلې مودې سره سم افغانستان څخه ونوځي، بلکې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

خو وروسته ناټو دغه څرګندونې رد کړې او ویې ویل، چې تر اوسه یې له افغانستان د ځواکونو د وتلو او نه وتلو پرېکړه نه ده کړې او دا موضوع به په راتلونکو څو ورځو کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې جوته شي.

د یادونې ده، چې طالبانو هم د ناټو د وتلو او نه وتلو راپورونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې که ټول بهرني ځواکونه د تړون له نېټې سره سم افغانستان پرېنږدي، نو دوی به یې پر وړاندې بېرته جګړه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136051

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136051/

جمهور
  https://www.jomhornews.com