۰

د کابل په نننۍ یوه چاودنه کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشر هم وژل شوی

سی شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
د کابل د نن دریو مقناطسي چاودنو څخه په یوه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي دفتر رییس او دیني عالم ډاکتر عاطف هم وژل شوی دی.
د کابل په نننۍ یوه چاودنه کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشر هم وژل شوی
د کابل د نن دریو مقناطسي چاودنو څخه په یوه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي دفتر رییس او دیني عالم ډاکتر عاطف هم وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ډاکتر عاطف په موټر نن سه شنبې سلواغې ۱۴ مې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې د مقناطسي ماین چاودنه وشوه.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامز وايي، په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو په ورته وخت راپورونه وايي، په وژل شویو کسانو کې یو هم د جمعیت اصلاح ټولنې مشر ډاکتر عاطف هم شامل دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون، ګڼو چارواکو او سیاسي شخصیتونو د جمعیت اصلاح ټولنې پر مشر چاودنه غندلې ده.

وسله والو طالبانو په یوه بیان کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مشر پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او ویلي دي چې دوی پر عالمانو، خبریالانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونه بریدونه غندي.

د جمعیت اصلاح د دغه مشر وژل کېدو په خواله رسنیو هم غبرګوونه راپارولي او پوښتنې په ډول لیکي دا څوک دي، چې نه دیني عالم، نه ډاکتر، نه انجینر، نه خبریال، نه مدني فعال نه ښځې او نه هم ماشومان پرېږدي او وژني یې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي