محب د اروپايي ټولنې له سفیر سره پر سوله خبرې کړې

15 دلو 1399 ساعت 8:42

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفیر اندریس وان برانیټ سره کتلي دي.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفیر اندریس وان برانیټ سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي محب او ښاغلي برانیټ کتنه پرون سه شنبې د سلواغې ۱۴ مه د ښاغلي محب په دفتر کې شوې.

ملي امنیت شورا په یوه ټوېټ کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې په پروسه او په افغانستان کې د امن او ثبات په چارو کې د دې ټولنې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

سرچینې د ښاغلي محب له قوله ویلي، چې د طالبانو بریدونه هر څومره ژر چې وي باید ودرول شي.

ملي امنیت شورا په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا هم په دې اړه چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیلېدو سره سره شخړې نه دي کمې شوې، اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي کوبیا په یوه ټویټ کې لیکلي، دوه کاله مخکې په افغانستان کې یوازې شخړې روانې وې او د سولې د خبرو څرک نه و.

خو کله چې دغه خبرې پیل شوې، د افغانستان ښې راتلونکې ته د خلکو هیلې هم زیاتې شوې.

د هغه په وینا اوس چې په دوحه کې خلکو د خبرو میز پریښی، افغانستان ته بېرته شخړې ورپاتې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com