۰

د ننګرهار د استناف محکمې یو قاضي په ډزو و وژل شو

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو د ننګرهار ولایت د استناف محکمې یو قاضي په ډژو وژلی دی.
د ننګرهار د استناف محکمې یو قاضي په ډزو و وژل شو
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو د ننګرهار ولایت د استناف محکمې یو قاضي په ډژو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د پولیسو ویاند فرید خان وايي، وژل شوی قاضي حفیظ الله نومومېږي او د ننګرهار د د استيناف محکمې د تجارت استيناف دېوان قضايي غړی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې قاضي حفیظ الله دندې ته په لاره و، چې وسله والو کسانو د ښار په څلورمه ناحیه کې پرې برید کړی او وژلی یې دی.

دی وايي، برید له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د نیولو لپاره یې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په جلال آباد ښار کې د مستوفیت یو کارکوونکی د ناپېژانده وسله والو کسانو په ډزو کې وژل شوی وو.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل تر څنګ په جلال آباد او یو شمېر نورو ښارونو کې هم هدفي وژنو زور اخیستی، چې تر ډېره یې موخه، قاضیان، څارنوالان، خبریالان، مدني فعالان، دیني عالمان او سرتېري او ملکي وګړي دي.

د دغه پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، طالبانو په کې لاس لرل رد کړي خو حکومت او نړیواله ټولنه یې مسوول طالبان بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي