۰
بشردوست او مېرمن روشن، حکومت، ولسي جرګې او سیاسیون ته!

مهمه دا نه ده، چې تاسو څه ډول حکومت غواړی، مهمه دا ده، چې بي ۵۲ او لوی لالا څه غواړي

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۲
 وروسته له هغې، چې د حکومت، ولسي جرګې او یو شمېر سیاسیونو تر منځ د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو په اړه بېلا بېلو تبصرو زور اخیستی د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، دغه بحثونه بې ځایه دي، ځکه ټولې پرېکړې د لوی لالا (امریکا) په لاس کې دي.
مهمه دا نه ده، چې تاسو څه ډول حکومت غواړی، مهمه دا ده، چې بي ۵۲ او لوی لالا څه غواړي
 وروسته له هغې، چې د حکومت، ولسي جرګې او یو شمېر سیاسیونو تر منځ د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو په اړه بېلا بېلو تبصرو زور اخیستی د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، دغه بحثونه بې ځایه دي، ځکه ټولې پرېکړې د لوی لالا (امریکا) په لاس کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د څو ورځو راهیسې د ولسي جرګې په عمومي غونډو کې د موقت حکومت او جمهوریت د غوښتو پر سر د وکیلانو تر منځ ناندرۍ روانې دي.

ځینې وکیلان دا حکومت ناکار بولي او سولې ته د رسېدو په صورت کې د موقت حکومت غوښتنه کوي او ګڼ شمېر بیا د موقت حکومت کلک خلاف دي وایي، موقت حکومت د هېواد په زیان دی.

دغه ناندرۍ نن چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه هم د ولسي جرګې په غونده کې روانې وې، خو دوه وکیلانو رمضان بشردوست او بلقیس روش د وکیلانو دغه جنجال او بحث بې ګټې وباله.

دوی دواړو ویل، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې هېڅ وخت، د خلکو، سیاسیونو او مشرانو اراده د حکومت د څرنګوالي په برخه کې اغېز لرونکې نه وه، ځکه د وخت زبرځواکو به تصمیم نیوه.

د کابل استازي رمضان بشردوت وکیلانو ته وویل تاسو د جمهوریت، موقت او امارت په پار یو بل د یوه او بل هېواد په جاسوسۍ او نوکرۍ تورنوی، خو که واقعیت وګورۍ او یوه دقیقه فکر وکړی ټولې خبرې مو بې اغېزې او بې نتیجې دي.

ښاغلي بشردوست وکیلانو ته په خطاب کې زیاته کړه«مهمه دا نه ده، چې تاسو څه غواړي، موقت حکومت غواړی که دایمي، ان دا هم مهمه نه ده، چې غني او اخندزاده څه غواړي، بلکې مهمه دا ده، چې بي ۵۲ څه غواړي، مهمه دا ده، چې لوی لالا په دې هېواد کې څه غواړي، دا تاریخ روښانه کړې.»
 
نوموړي زیاته کړه، کله چې په ۱۳۹۸ کې جنرال سکاټ مېلر د ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ، بي ۵۲ خپله خبره وکړه او غني ولسمشر شو.

دغه راز کله چې په ۱۳۹۳ کې جان کري راغی ان دا مهمه نه وه، چې غني څه غواړي او عبدالله څه غواړي، خو لوی لالا چوکۍ نیمايي کړه.

بشردوست و ویل، په ۱۳۸۰ کې کرزی بېچاره هېڅ خبر نه و، د اروزګان په غرونو کې یې چکر وهل خو لوی لالا هغه پادشاه وټاکه او پادشاه شو.

همدارنګ بشردوست زیاته کړه، همدا ډول به ۱۳۷۱ کې هم دا مهمه نه وه، چې د افغانستان خلک څه غواړي، جهادي رهبران څه غواړي، بلکې په پېښور کې لوی لالا پرېکړه کړې وه، چې مجددي به راځي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر پرونه پورې پرېکړې او تصمیمونه روس کول خو نن هم لوی لالا امریکا پرېکړه کوي او تصمیم نیسي.

هغه و ویل«د مثال په ډول ۱۳۵۸ کې یې ښاغلي کارمل راوست، خو دا مهمه نه وه، چې د حزب مرکزي کمېټې یې څه غوښتل.»

ښاغلي بشردوست د خپلو خبرو کې پای، کې وکیلانو او حکومت ته و ویل، چې حق ناحقه یو پر بل تورونه پورې نه کړي، د حکومت پر څرنګوالي د خبرې نه کوي، ځکه ټولې پرېکړې لوی لالا کوي.

همدارنګه د جرګې بلې غړې بلقیس روشن هم و ویل، چې له ۵۷ کال راهیسې حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او په دې کې هم شک نشته، چې تصمیم لوی بادار نیسي.

مېرمن روشن و ویل«هرکه فرمان دهد نان دهد، هر څه چې امریکا غواړي وکړي، همغه کوي.»

د ولسي جرګې دغه غړې ټينګار وکړ، چې دا حکومت او دا تصمیم نیونې تر هغې چې خلک خپله اراده ونه ښيي او یو موټی نه شي، په څو تنو ویاندویانو هېڅ وخت نه شي کولی ملي حاکمیت تمثیل کړي.

د یادونې ده، چې په ولسي جرګه کې د جمهوریت او موقت حکومت خبرې هله زور واخیست، چې یو شمېر غړو د جرګې مشر په یوه نیوکه وکړه، چې په یوه کنفرانس کې یې ولي د موقت حکومت ملاتړ کړی دی.

رحماني دا خبرې رد کړه، چې ګڼې له موقت حکومت یې ملاتړ کړی بلې، خپل منتقد وکیلان یې تورن کړل، چې د ملي امنیت شورا او چارو ادارې په خوله خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي