د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې رېل پټلۍ جوړولو هوکړه د درې واړه هېوادونو د چارواکو تر منځ لاسلیک شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هوکړه پرون چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال لاسلیک شوې ده.
هوکړه له مزار شریف تر کابل بیا پېښور پورې د رېل پټلۍ د جوړولو پر ارزونه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د دغه هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي، دغه ډول سترې اقتصادي او ترانیزیتي پروژې ټولې سیمې ته ثبات راوستلی شي او د افغانستان د پرمختګ سبب ګرځي.
نوموړي په دې مراسمو کې له ټولو هغو مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې ده چې د دې هوکړې پر بنسټ به په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړېدو په برخه کې همکاري کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل