کندهار کې موټر بم برید ۴ تنه ټپیان کړي دي

18 دلو 1399 ساعت 9:20

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د موټر بم برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د موټر بم برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د سلواغې ۱۷ مه په کندهار ښار کې شوې دي.

موټر بم برید د د ښار د ۱۱ مې ناحیې اړوند عینو مېنه کې د غورک ولسوالۍ د ولسوال جمعه خان په کور شوی، چې چاته په کې ځاي زیان نه دی اوښتی خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

خپله د غورک ولسوال جمعه خان هم ویلي، برید د ده په کور شوی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه په کې سربېرن ټپیان شوي او کور یې تخریب شوی دی.

د ولسوال په وینا په دغه برید کې ګڼ شمېر نور کورنه هم تخریب شوي او زیان یې لیدلی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136178

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136178/

جمهور
  https://www.jomhornews.com