یوه ناوې او زوم له مقناطسي ماین چاودنې وژغول شول

18 دلو 1399 ساعت 9:59

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ناوې او زوم په موټر پسې مقناطسي ماین اېښودل شوی و، خو ملي امنیت ځواکونو یې مخنیولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ناوې او زوم په موټر پسې مقناطسي ماین اېښودل شوی و، خو ملي امنیت ځواکونو یې مخنیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زیاتوي، چې دغه پېښه د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې نامعلومه کسانو د ناوې او زوم په موټر پسې مقناطسي ماین نښلولی و، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا کشف او پولیسو شنډ کړ.

خوږیاڼي ویلي، چې د دغه ماین په کشف سره د یوې بوږنونکي او خونړۍ چاودنې مخه نیول شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، د دغه ماین د نښلولو عاملین معلوم نه دي، خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې پیدا یې کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په ورته وخت کې خوږیاڼي زیاته کړې، چې ملي امنیت ځواکونو د ښار نهمې ناحیې اړوند شهیدانو مېنه کې درې کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل تر څنګ په ننګرهار او کندهار کې هم چاودنې او غلکچي بریدونه زیات شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار


د مطلب کود: 136183

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136183/

جمهور
  https://www.jomhornews.com