امریکايي څېړونکي:

د طالبانو بریا د القاعده په ګټه ده، امریکا باید دغه ډلې ته بیا اجازه ورنه کړي

18 دلو 1399 ساعت 14:19

د افغانستان د چارو امریکايي څېړونکو ویلي، طالبان له القاعده ډلې ځان نه شي بېلولی او په افغانستان کې د طالبانو بریا د القاعده شبکې په ګټه ده.


د افغانستان د چارو امریکايي څېړونکو ویلي، طالبان له القاعده ډلې ځان نه شي بېلولی او په افغانستان کې د طالبانو بریا د القاعده شبکې په ګټه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د څېړنو ادارې (هوډسن انسټیټیوټ) د افغان سولې پروسه پرمختګ یا خطر تر عنوان لاندې راپور کې ویلي، چې القاعده ډله اوس هم د امریکا لپاره ستر ګواښ دی.

د دغه څېړونکو د طالبانو بریا د القاعده په ګټه ده نو د همدې لپاره امریکا او نور متحد هېوادونه باید اجازه ورنه کړي چې دا ډله یو ځل بیا خپلې ریښې سیمې او نړۍ ته وغځوي.

په راپور کې ویل شوي، د امریکا- طالبانو هوکړه کې پر شویو ژمنو طالب ډلې عمل نه دی کړی او داسې نه ښکاري چې د اپریل تر اخیره دې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.

په ورته وخت کې د ډیموکراسي د دفاع په نوم د یو بنسټ څېړونکي هم د امریکا- طالبانو هوکړه نیمګړې بللې او زیاته کړې یې ده چې پر دې هوکړه باید له سره کتنه وشي ځکه چې دا یوازې په امن فضا کې د سرتېرو د وتلو لپاره یوه لوظنامه وه نه د سولې هوکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار، بهرنیو چارو وزیر او دفاع وزیر هم په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو په کړو ژمنو عمل نه دی کړی، له القاعده سره یې اړیکې نه دي پرېکړې او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

دغه چارواکو دا هم ویلي، چې له طالبانو سره شوې هوکړه به له سره و اروزي او له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، که چېرې د باید ادارې ته دغه هوکړه ناسمه ښکاره شي نو سرتېري به له افغانستان څخه ونه باسي.

د امریکا دفاع وزارت ټینګار کړي، چې سرتېري به یې شرایطو ته په کتو له افغانستان څخه وځي.

یو شمېر نورو هېوادونو هم ویلي، چې بهرني ځواکونه باید د افغانستان شرایطو ته په کتو له افغانستان څخه ووځي.

خو طالبانو خبرداری ورکړی، چې که د هوکړې سره سم بهرني ځواکونه افغانستان پرېنږدي نو دوی به له سره پرې بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com