۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

طالبان سوله نه کوي، ځینې سیاسیون هم د سولې تر نوم لاندې د قدرت په لټه کې دي

شنبی ۱۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۱
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، طالبانو انسان وژنې ته همغسې دوام ورکړی او د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري.
طالبان سوله نه کوي، ځینې سیاسیون هم د سولې تر نوم لاندې د قدرت په لټه کې دي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، طالبانو انسان وژنې ته همغسې دوام ورکړی او د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې نن شنبې د سلواغې ۱۸ مه له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، و ویل، په داسې حال کې، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او مرکچي پلاوی یې په دوحه کې دی، خو طالبانو د خبرو میز ترک کړی دی.

نوموړي ټينګار وکړ، چې طالبان او د هغوی ملاتړي په افغانستان کې رښتینې سوله نه غواړي، بلکې د نظام د لمنځه وړلو په لټه کې دي، چې په وینا یې دا ارمان به یې پوره نه شي.

ښاغلي محب و ویل«موږ سولې ته ژمن یو، پلاوی مو دوحه کې دی، خو طالبانو د مذاکراتو میز ترک کړی، پلمې لټوي او نه غواړي، چې سوله وکړي، نو ځکه موږ د خپلې خاورې او ولس د دفاع لپاره پوره چمتوالی لرو.»

د ملي امنیت شورا سلاکار د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډ دی و ویل، چې که ولسمشر سوله نه غوښتی پلاوی به په دوحه کې طالبانو ته انتظار نه و.

دی وايي، د سولې پر وړاندې ولسمشر نه بلکې طالبان اصلي خنډ دي، ځکه له یوې خوا یې د خبرو میز ترک کړی مذاکراتو ته نه حاضرېږي او له بلې خوا یې انسان وژنې ته همغسې دوام ورکړی دی.

ښاغلي محب زیاته کړه، چې طالبانو علته محاسبه کړې، ځکه د سیمې په ګډون د نړۍ هېڅ یو هېواد بیا د طالبانو امارت نه غواړي، چې په افغانستان کې حاکم شي.

ده و ویل«موږ اوس په دفاعي حالت کې یو، خو طالبانو لاس له مسلمان او افغان وژنې نه دی اخیستی، زړه یې پر افغانستان او افغانانو نه سوځي، طالبان یوازې د قدرت او د نظام د ړنګولو په لټه کې دي، هغوی هېڅ څه ته هم غاړه نږدي، موږ بندیان ورخوشي کړل، نور مسوولیتونه مو ادا کړل، خو دوی هېڅ نه دي کړي، له دې ښکاري، چې دغه ډله په افغانستان کې د دایمي بې ثباتۍ په لټه کې ده.»

د ملي امنیت شورا سلاکار یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې افغان حکومت او ولس سولې ته ژمن دی، خو په وینا یې که څوک د نظام ړنګولو په فکر کې وي، نو پر وړاندې به یې په ټول توان ودرېږي.
 
په ورته وخت کې ښاغلي محب یو شمېر سیاسیون هم تورن کړل، چې د سولې تر نامه لاندې واک ته د رسېدو په لټه کې دي او د سولې له پروسې ناوړه ګټه اخلي.

ښاغلي محب و ویل«یو شمېر هغه کسانو ته چې د سولې له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي زموږ پیغام واضح دی، چې د سولې له نامه څخه ناوړه ګټه مه اخلۍ، بلکې راشۍ یو بل ته لاسونه سره ورکړو تر څو افغانستان د یوه تل پاتې ثبات خاوند شي.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي هم و ویل، طالبان اصلي د سولې پروسې پر وړاندې خنډ دي ځکه جګړو او انسان وژنې ته یې زور ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو مشران دوحه کې ناست دي، د خپلو جنیګالیو له وضعیت څخه خبر نه لري، بلکې په ناحقه ادعا سره د افغانستان بچیان وژنو ته ورټېل وهي.

د کورنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړ، چې که طالبان سوله ونه کړي او جګړې ته دوام ورکړي، نو افغان ځواکونه د دې وړتیا لري، چې سخت یې وځپي.

ښاغلي اندرابي ټینګار وکړ، چې طالبان د هېڅ ولایت د سقوط توان نه لري، او نه به هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د کومې سیمې د سقوط اجازه ورکړي.

د هغه په وینا طالبانو په جګړه کې خپل ټول زور وواهه خو کومه سیمه یې لاندې نه کړه، چې ښه مثالونه یې کندهار او هلمند ولایتونه دي.

هغه و ویل«طالبانو عملآ جګړه کې خپل ټول زور وازمویه، کندهار او هلمند یې ښه مثالونه دي، هلته اوس جنګیالي نه شي پیدا کولی، له نورو ولایتونو یې حشر ورته کړي، خو افغان ځواکونو داسې وځپل او ځپي یې چې سر نه شي پورته کولی.»

دغه راز په کنفرانس کې د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل هم و ویل، چې طالبانو غلته محاسبه کړې او هېڅ کله به بریالي نه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو که طالبان د سولې پر ځای د جګړې لار غوره کړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او ولس د دفاع لپاره پوره چمتوالی لري.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي