ننګرهار کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی دی

19 دلو 1399 ساعت 8:07

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید کې درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید کې درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه سهار شاوخوا پنځه بجې د ننکرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې شوی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، موټر بم برید د افغان ځواکونو پر یوه پوسته شوی، چې په کې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او تر اوسه د دغه برید مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم برید شوی و، چې ۱۴ سرتېري په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي وو.

د شېرزادو د برید مسوولیت طالبانو اخیستی و.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 136212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com