۰
حسین حقاني:

طالبان سولې ته ژمن نه دی، امریکا د ورسره کړی تړون بیا و ارزوي

یکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
امریکا کې د پاکستاني پخواني سفیر حیسن حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او امریکا ورسره کړی تړون باید له سره و ارزوي.
طالبان سولې ته ژمن نه دی، امریکا د ورسره کړی تړون بیا و ارزوي
امریکا کې د پاکستاني پخواني سفیر حیسن حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او امریکا ورسره کړی تړون باید له سره و ارزوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حقاني زیاته کړې، چې طالبانو سولې ته د رسېدو یا پر سوله د هوکړې کولو ژمنه نه ده کړې، نو ځکه باید تړون له سره وارزول شي.

دی وايي، طالبانو یوازي ویلي، چې دوی به امریکايي ځواکونو ته د تګ زمینه برابروي او تر څنګ به یې بین الافغاني خبرې پیلوي، خو په وینا یې طالبانو دا ژمنه نه ده کړې، په بین الافغاني خبرو کې به یوې هوکړې ته هم رسېږي.
 
دغه پاکستاني پخواني دیپلومات زیاته کړې، چې طالبان سولې ته ژمن نه دي نو له همدې امله د میاشتو په تېرېدو لا هم بین الافغاني مذاکراتو پایله نه ده لرلې.

حسین حقاني هیله څرګنده کړې چې د امریکا نوې اداره هر څه په دقیقه توګه و ارزوي او تر هغه وروسته دې د افغان سولې او روانې جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پیل شوې خو تر لومړیو دوه ناستو وروسته خبرې درېدلې دي.

د افغان دولت مرکچي پلاوی او افغان چارواکي وايي، طالبانو د مذاکراتو میز ترک کړی او د بین الافغاني خبرو پر ځای یې د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

خو طالبان وايي، خبرې درېدلې نه دي، بلکې د دوی استازي د ځینو نورو کارونو د حل لپاره د سیمې هېوادونو ته سفرونه کوي.

که څه هم افغان حکومت پر طالبانو د خبرو او سولې نه کولو پړه اچوي او طالبان بیا افغان حکومت د سولې پر وړاندې خنډ بولي، خو تحلیل دا دی، چې د بایډن ادارې د لوړ پوړو چارواکو دغه څرګندونو چې له طالبانو سره کړی تړون له سره ارزوي، بین الافغاني خبرې په ټپه درولې دي.

سیاسي شنونکي وايي، د امریکايي چارواکو دغه څرګندونو طالبان په شک او ترید کې اچولي او اوس د افغانستان او له طالبانو سره د امریکا د کړي تړون په اړه د بایډن ادارې دریځ او پالیسي ته انتظار دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي