۰

دفاع وزارت: په دریو ولایتونو کې ۲۸ طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۱
ملي دفاع وزارت د هېواد په درې ولایتونو کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې د ۲۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: په دریو ولایتونو کې ۲۸ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت د هېواد په درې ولایتونو کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې د ۲۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک، په اروزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې دغه هوايي بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کې ۱۵ جنګیالي وژل شوي، دوه پتڼځایونه، یو موټر او یوه اندازه سولې له منځه وړل شوې دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ سربند سیمه کې هم پر طالبانو هوايي برید شوي، چې له امله د حق دوست په نوم د یوه سرګروپ په ګډون ۸ طالبان په کې وژل شوي دي.

همدارنګه دفاع وزارت وايي، د کندهار ارغنداب کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او دا ولسوالي ترې پاکه شوې ده.

خبرپاڼه دا هم زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۰ صرف موټر چې طالبانو ترهګریزه بریدونو کې کارول او ۴۷ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي