۰

له هند څخه د کرونا واکسین لومړۍ محموله کابل ته راورسېده

یکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۴
لوړ پوړو هندي چارواکو خبر ورکړ، چې د کرونا ویروس د واکسین لومړۍ محموله کابل ته ورسېده.
له هند څخه د کرونا واکسین لومړۍ محموله کابل ته راورسېده
لوړ پوړو هندي چارواکو خبر ورکړ، چې د کرونا ویروس د واکسین لومړۍ محموله کابل ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبر همنیام جیشکر پر خپله ټوېټرپانه کړې دي.

نوموړي ویلي، چې له هندوستان څخه د کرونا واکسین لوړۍ محموله نن یکشنبې فبروري اوومه (سلواغې ۱۹مه، کابل ته ورسېده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی، چې هند تل د خپلو ملګرو تر څنګ ولاړ دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان ته رارسېدلی د کرونا واکسین خپله د هند له خوا جوړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت که څه هم تر اوسه د واکسین د رارسېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي، چې نن به له هند څخه د کرونا واکسین لومړۍ محموله کابل ته راورسېږي.

د دغه وزرات ویاند زیاته کړې وه، چې ۵۰۰ ډوزه د کرونا واکسین په نن کابل ته راورسېږي او دا به لومړی روغتیايي کارکوونکو، ورپسې ښوونکو او نورو هغه کسانو ته ورکړي، چې په لیلیو او نورو ګڼ مېشتو ځایونو کې اوسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي