۰

افغان حکومت د ملګرو ملتونو د هغه راپور چې طالبان لا هم د القاعده سره اړیکې لري هرکلی وکړ

یکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۵
افغان حکومت د ملګرو ملتونو د تحلیل او بندیزونو ډلې د هغه راپور هرکلی وکړ، چې ویلي یې دي طالبان لا هم د القاعده ډلې سره اړیکې لري.
افغان حکومت د ملګرو ملتونو د هغه راپور چې طالبان لا هم د القاعده سره اړیکې لري هرکلی وکړ
افغان حکومت د ملګرو ملتونو د تحلیل او بندیزونو ډلې د هغه راپور هرکلی وکړ، چې ویلي یې دي طالبان لا هم د القاعده ډلې سره اړیکې لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیل او تعزیراتو ډلې د روانې فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو په اړه یوه راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي، په فراه او غزني کې د القاعده شبکې د دو قوماندانو حسام الدین عبدالروف مشهور په ابو محسن المصري او محمد حنیف مشهور په عبدالله وژل کېدو وښوده، چې د طالبانو او القاعده شبکې اړیکې پر خپل ځای ولاړې دي.

دغه راپور کې دا هم ویل شوي و، چې دا مهال په افغانستان کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ د القاعده شبکې غړي وجود لري.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه راپور هرکلی کړي او ویلي یې دي، افغان دولت د دغه راپور له یادونو څخه د هر کلي ترڅنګ، د طالبانو لخوا د ژمنو نه عملي کېدو په اړه پر خپل برحقه دریځ ټینګار کوي.

وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې په ګډون له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې طالبان او ملاتړ کوونکي یې د اوربند ټینګولو، د هدفي وژنو مخنیوي او د القاعده په ګډون له نورو ډلو سره د اړیکو پرېکولو ته وهڅوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر وسله والو طالبانو د نړیوالې ټولنې فشار به هغوی د تاوتریخوالي کمولو ترڅنګ، سیاسي حل او سولې ټینګېدو ته اړ کړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم یاد راپور ته په اشارې پر خپل ټویټر لیکلي، د القاعده شبکې او طالبانو اړیکې لاهم پر خپل ځای دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویلي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې جنګیالي شتون نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي