۰

د پروان پوهنتون مخې ته چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان پوهنتون مخې ته چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د سلواغې ۲۰ مه د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې د پروان پوهنتون مخې ته شوې ده.

د پروان د ملکي روغتون رییس عبدلقاسم سنګین وايي، د پېښې له ځای څخه تر اوسه یو جسد او پنځه تنه ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.

دی زیاتوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوره شي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي