۰
امرالله صالح:

القاعده عملاً د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي

سی شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۴
القاعده عملاً د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان لا هم د القاعده شبکې سره پخې اړیکې لري او القاعده جنګیالي عملآ د طالبانو تر څنګ په افغانستان کې جنګېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې فرانس ۲۴ ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړي.

نوموړي زیاته کړې له هغې هوکړې، چې طالبانو له امریکا سره کړې یوه لویه تمه دا ده، چې طالبان به له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي، خو په وینا یې طالبانو دغه اړیکې نه دي پرېکړي او القاعده عملآ په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ جګړه کوي.

دی وايي، د ۲۰۲۰ کال له فبروري وروسته چې طالبانو ژمنه کړې وه د القاعدې کوربه‌ توب به نه ‌کوي د هغوی په لیکو کې لا هم القاعدې فعالیت کوي.

د ښاغلي صالح په وینا د القاعدې درې مشران په نومبر کې له‌ منځه یوړل شول دا له هغې ژمنې څو میاشتې وروسته وه چې (طالبانو) له نړیوالو ترهګریزو شبکو د جلا کېدو په خاطر سپارلې وه.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې«همدارنګه ملګرو ملتونو اټکل کړی دا اوس چې زه له تاسو سره غږېږم لږ تر لږه ۵۰۰ بهرني ترهګر چې اکثر له القاعده سره تړلي دي د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي.»

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزو ډلې په تازه راپور کې ویلي، چې طالبان لا هم د القاعده سره اړیکې لري.

د شورا په وینا فراه کې د القاعده د مرستیال محمد حنیف مهشور په عبدالله او د غزني اندړو ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د رسنیزو چارو مسوول ابو محسن المصري مشهور په حسام عبدالروف وژل کېدو ثابته کړه، چې طالبانو له القاعده سره اړیکې نه دي پرېکړې.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي و، چې اوس هم د القاعده شبکې له ۲ تر ۵ سوره پورې غړي، بدخشان، غزني، هلمند، خوست،کونړ،کندز، لوګر، ننګرهار، نورستان، پکتیا او زابل فعالیت لري.

تر دې وروسته کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبې د سلواغې ۲۰ مه ویلي، چې افغان ځانګړو پولیسو ننګرهار کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیولی دی.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوی القاعده سید اکرام نومېږي او دوه میاشتې وړاندې له سعودي عربستان څخه ننګرهار ولایت ته راغلی وو.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د ښاغلي صالح د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړې ویلي، یې دي، چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هېڅ ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي