کابل کې بیا هم د مقناطسي ماین چاودنه شوې ده

21 دلو 1399 ساعت 9:12

کابو د هرې ورځې په څېر د کابل نن سهار هم د مقناطسي ماین په چاودنه پیل شو، چې له امله یې یو تن ټپي شوی دی.


کابو د هرې ورځې په څېر د کابل نن سهار هم د مقناطسي ماین په چاودنه پیل شو، چې له امله یې یو تن ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د سلواغې ۲۱ مه د کابل ښار د ۱۶ مې ناحیې اړوند د ملي بس په څلور لاري کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز تاییدوي، چې چاودنه په یوه زرهي لنډ کروز موټر شوې او یو تن په کې ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم کابل د دریو چاودنو شاهد و، چې په کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د یادونې ده، چې کابو له دوه میاشتو راهیسې نېږدې هر ورځ د کابل سهار په مقناطسي ماین چاودنو پیلېږي.

که څه هم لوړ پوړو چارواکو په وار وار د دغه ډول چاودنو د مخنیوي لپاره د نویو طرحو د پلي کېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه یې په مخنیوي نه دي توانېدلي.

د دغه چاودنو مسوولیت هم څوک نه اخلي، حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي خو طالبان په کې لاس لرل ردوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136295

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136295/

جمهور
  https://www.jomhornews.com