د وردګو د کلیو پراختیا ریاست سرپرست او درې کارکونکي کابل کې و وژل شول

21 دلو 1399 ساعت 12:21

د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې د وردګو ولایت د کلیوپراختیا ریاست سرپرست او درې کارکوونکي په کابل ښار کې و وژل شول.


د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې د وردګو ولایت د کلیوپراختیا ریاست سرپرست او درې کارکوونکي په کابل ښار کې و وژل شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د سلواغې ۲۱ مه سهار مهال د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ په باغ دواود سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دغه سیمه کې د وردګو ولایت د کلیو پراختیا ریاست د کارکوونکو په موټر برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې د وردګو ولایت د کلیوپراختیا څلور کارکونکي وژل شوي دي.

خو د کلیوپراختیا وزارت ویاند فریدون آژند وايي، په دغه برید کې د وردګو ولایت د کلیو پراختیا ریاست سرپرست ریاض احمد هم وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو پولیس وايي پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې مقناطسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

همدا نن د کابل د ۱۶ مې ناحیې سیمه کې په یوه لنډکروز موټر هم مقناطسي ماین چاودنه وشوه، چې د پولیسو په وینا یو تن په کې ټپي شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com