د هرات – خوف د ریل پټلۍ څلور ساتونکي وژل شوي دي

21 دلو 1399 ساعت 12:39

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د هرات – خوف رېل پټلۍ څلور تنه ساتونکي په ماین چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د هرات – خوف رېل پټلۍ څلور تنه ساتونکي په ماین چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه پېشه نن سه شنبې د سلواغې ۲۱ مه سهار ۱۰:۳۰ بجې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په روزنګ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات والي سیدعبدالواحید قتالي ویلي، په دغه ماین چاودنه کې د هرات – خوف رېل پتلۍ څلور ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

والي وايي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنه راونه ده.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم هرات ولایت کې د عامه تصدۍ ساتنې پر ځواکونو بریدونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات


 


د مطلب کود: 136314

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136314/

جمهور
  https://www.jomhornews.com