۰

افغانستان او هند د شاتوت اوبو بند د جوړېدو تړون لاسلیک کړ

سی شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۸
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندي لومړي وزیر نریندرا مودي په حضور کې د افغانستان او هند تر منځ په افغانستان کې د شاتوت بند د جوړېدو تړون لاسلیک شو.
افغانستان او هند د شاتوت اوبو بند د جوړېدو تړون لاسلیک کړ
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندي لومړي وزیر نریندرا مودي په حضور کې د افغانستان او هند تر منځ په افغانستان کې د شاتوت بند د جوړېدو تړون لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن سه شنبې د سلواغې ۲۱ مه په انلاین ډول د دواړو مشرانو په حضور کې د د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خوا لاسلیک شو.

د اوبو دغه بند د کابل ښار جنوب لوېدیځ ۱۸ کیلومترۍ کې د چهار اسیاب ولسوالۍ په «تنګي للندر» سیمه کې موقعیت لري.

د افغانستان د اوبو د تنظیم اداره وايي، د دغه بند په جوړېدو به ۲۳۶ میلیون امریکايي ډالر لګښت راشي، چې د هند حکومت یې ورکوي.

د دغه بند په جوړېدو سره به ۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي او دغه راز به د کابل ښار ۲ میلیونه اوسېدونکو ته د څښاک اوبو زمینه برابره شي.

شاتوت بند ۶۰ متره اوږدوالی او ۱۳۳ متره لوړوالی لري، چې چارې به یې په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړې شي.

ولسمشر غني د هند له مرستو مننه وکړه ویې ویل، چې د شاه توت اوبو بند جوړول به د کابل اوسېدونکو لپاره د اوبو د تامین په سرچینې بدل شي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو کارونه یو په بل پسې روان دي چې په وینا یې نن د شاه توت بند جوړولو نوبت دی.

هغه د سلما،کمال خان، شورابک، د کجکي دوهم پاز او شاه وعروس هغه بندونه یاد کړل چې د ځینو کارونه تکمیل شوي او ځینې به ډير ژر بشپړه شي.

په دغه انلاین غونده کې ښاغلي غني او ښاغلي په سیمه کې په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول په اقتصادي پرمختګ کې پر همکارۍ او له تړهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي