اروپايي ټولنه، طالبان د بېرته د مذاکراتو میز ته راوګرځي

23 دلو 1399 ساعت 8:25

د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا د طالبانو له مرکچي پلاوي غوښتي، چې بېرته د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته راوګرځي.


د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا د طالبانو له مرکچي پلاوي غوښتي، چې بېرته د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته راوګرځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کوبیا پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۲ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سولې راتګ او د افغانستان د خلکو ارزوګانې د مذاکراتو له لارې د افغانانو سره امکان لري.

نوموړي د طالب پلاوي وروستیو سفرونو ته په اشارې زیاته کړې، چې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه نه شي کولی بشپړ حاکمیت تر لاسه کړ او دغه راز د بهرنیو له نفوذ څخه څه کم کړي.

د یادونې ده، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د سیمې ځینې هېوادونو ته د طالب پلاوي سفرونو ته په اشارې د سه شنبې په ورځ ویلي و، چې د افغانستان ستونزه بهرنیو هېوادونو ته په سفرونو او پټو خبرو نه حل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر محمد رضا بهرامي هم ویلي، که طلبان غواړي ثابته کړي، چې له تېر سره یې توپیر کړی او په رښتیا سولې ته ژمن وي، باید د خبرو میز ته کېني او جګړه ودوري.

د یادونې ده، چې له یوې میاشتې راهیسې دوحه کې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پیل شوی خو دا درې اونۍ کېږي، چې طالبانو د مذاکراتو مېز پریښی او د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136360

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136360/

جمهور
  https://www.jomhornews.com