هرات کې موټر بم برید شوی، خو مرګ ژوبله نه لري

23 دلو 1399 ساعت 8:39

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د افغان پوځ پر یوه پوسته موټر بم برید شوی، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د افغان پوځ پر یوه پوسته موټر بم برید شوی، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، دغه برید تېره شپه(دسلواغې ۲۲مه) د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، له چاودېدونکو توکو ټک ټونس موټر په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې پوستې ته تر رسېدو وړاندې چاودنه کړې ده.

دی وايي، برید طالبانو کړی خو هېچا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات


د مطلب کود: 136361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com