ملي دفاع وزارت د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې د ۵۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره ورځ د چهار بولک ولسوالۍ په اق تیپې او ګورتېپې په کلیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، په دغه هوايي بریدونو کې ۵۶ وسله وال طالبان وژل شوي، چې ځینې لوړ پوړي قوماندان یې هم په کې شامل دي.
دفاع وزارت وایي، د هوایي بریدونو له کبله د طالبانو دوه مرکزونه ویجاړ شوي او د مهماتو یوه ډیپو یې هم لهمنځه تللې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل