دفاع وزارت: غزني کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي دي

23 دلو 1399 ساعت 9:11

ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د بهرنیو وګړو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د بهرنیو وګړو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت د رسنیو دفتر زیاته کړې، چې افغان ځواکونو دغه عملیات تېره ورځ د غزني ده یک ولسوالۍ کې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او د ځانمرګو بریدونو یوه مرکز هم له منځه وړل شوی دی.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو طالبانو کې عرب او ازبکستاني جنګیالي شامل دي او دغه راز د شهباز خان په نوم یو طالب قوماندان نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په بلخ او سرپل ولایت کې هم د ۷۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136366

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136366/

جمهور
  https://www.jomhornews.com