ولسمشر غني کابل ښاروال ته! ټول ټمبل او غیرمسلکي کارکوونکي لرې کړه

23 دلو 1399 ساعت 10:09

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ښاغلي غني کابل ښاروال ته سپارښتنه کړې، چې په دغه اداره کې ټول کار ماتونکي، ټمبل، غیر مسلکي، فاسد او استفاده جو کسان تثبیت او لرې کړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ښاغلي غني کابل ښاروال ته سپارښتنه کړې، چې په دغه اداره کې ټول کار ماتونکي، ټمبل، غیر مسلکي، فاسد او استفاده جو کسان تثبیت او لرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د سلواغې ۲۳ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه ولسمشر کابل ښاروال ته دا صلاحیت ورکړي، چې د شاوالي په لیکو او رهبرۍ کې ټول فساد او ناکاره کسان په تثبیت کړي تر څو دغه مهمه اداره نور هم خوښت پیدا کړي او مخ ته ولاړه شي.

ښاغلي صالح وايي، ښاروال ته د دغه صلاحیت ورکړه د افغانستان په تاریخي کې بې مخینې ده او دا کولی شي د امنیت په تامین کې خورا ګټور تمام شي.

نوموړي ویلي، په دې کار سره به پولیس نه اړکېږي، چې خپل ځواک او انرژي په ښاري نظم مصرف کړي، بلکې ټول تمرکز به یې د جرم او ترهګرۍ پر مخنیوي راټول شي.

دغه راز ښاغلي صالح دا هم ویلي، چې د کابل ښار د پنځمې حوزې یوه مهمه کوڅه به د دغه حوزې د وژل شوي امر محمدزي کوچي، چې پرون په یوه چاودنه کې و وژل شو، ونومول شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د کوچي وژل کېدو ته په اشارې ټینګار کړي، چې خپل ژمنه یو ځل بیا تکراروي او ژمنه کوي، چې د دغه ډول پېښو کړۍ به هرومرو پیدا کوي، ځکه په وینا یې هېڅ شي تر پایه پټ نه شي پاتې کېدای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136367

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136367/

جمهور
  https://www.jomhornews.com