د کابل امنیه قوماندان همت لرې او پر ځای یې توطاخېل وټاکل شو

23 دلو 1399 ساعت 10:24

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل امنیه قوماندان جمعه همت له دغه دندې لرې او د ننګرهار د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل امنیه قوماندان جمعه همت له دغه دندې لرې او د ننګرهار د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح ویلي، د همت پر ځای جمشېد توطاخېل د کابل د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي صالح جمعه ګل همت ته په ننګرهار کې او جمشېد توطاخېل ته په کابل کې د بریالیتوبونو او امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

دی وايي، د کابل نوي امنیه قوماندان ته یې سپارښتنه دا ده، چې خپل وخت د په پلاستکي ډالیو، چپن اچولو او قومي مبارکیانو نه ځای کوي، ځکه د کابل خلک، په کار کې کفایت، جدیت، صداقت او ځواب ویل غواړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال قوماندان ته په اشارې ویلي، په اوسني وضعیت کې خلک زموږ د ښه کار تږي دي، نه د رنګه انځورونو او مبارکیو.

بل خوا صالح له پولیسو مننه کړې، چې د کابل پغمان ولسوالۍ کې د مقناطسي ماینونو یوه قرارګاه کشف او نیولې ده وايي، ترهګرو مقاومت کړی و، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

دی وايي، په خواشنۍ سره د یوه بې پروا عنصر له خوا د شېر محمد په نوم یو ترهګر د اعترافاتو نشرول د دې لامل شوې، چې د دغه شبکې ډېری غړي په تېښته بریالي شي.

ښاغلی صالح وايي، له بې پروا عنصر څخه به نن پوښتنې ګروېږنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136369

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136369/

جمهور
  https://www.jomhornews.com