۰
امرالله صالح:

ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړو، چې خپله سپرلي تلاشي کړي

پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
کابل کې د مقناطسي ماین چاودنو زیاتېدو ته په کتو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړي، چې نور خپله سپرلي د پورته کېدو پر مهال تلاشي کړي.
ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړو، چې خپله سپرلي تلاشي کړي
کابل کې د مقناطسي ماین چاودنو زیاتېدو ته په کتو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړي، چې نور خپله سپرلي د پورته کېدو پر مهال تلاشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د سلواغې ۲۳ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ترهګر له ټکسي موټرو په استفاددې ځانونه خپلو موخو ته رسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه کار د مخنیوي لپاره حکومت غواړي ځینې تدابیر ولري.

د هغه په وینا له تدابیرو به ښايي یو دا هم وي، چې که اړتیا پېښه شي نو له ټکسي چلوونکو به وغواړي چې موټر ته تر ختلو مخکې خپله سپرلي او مسافر تلاشي کړي او یا هم د سپرلۍ تر ښکته کېدو وروسته خپل موټر وڅاري او وګوري چې مسافرو یې په موټر کې مشکوک شی نه وي پکې ځای پر ځای کړي.

دی وايي، پرون هم چې د مقناطسي ماین یوه چاودنه شوې، عاملین یې د دهمزنګ له سیمې څخه په یوه ټکسي موټر کې سپاره شوي و، خو د لومړۍ جرقې سره موټر چلوونکي ځان له دروازې غورځولی، چې له نېکه مرغه ژوبل شوی نه دي.

امرالله صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د کابل هر سهار د مقناطسي ماین په چاودنو یا هم هدفي بریدونو پیلېږي.

همدا پرون په کابل ښار کې پنځه چاودنې وشوې، چې د ښار د پنځمې امنیتي حوزې د امر محمدزي کوچي په ګدون یې یو شمېر کسان و وژل شو او ځینې نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي