۰

لوګر او ننګرهار کې چاودنې: ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
راپورنه وايي، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې د دوه چاودنو له امله د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۲۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر او ننګرهار کې چاودنې: ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
راپورنه وايي، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې د دوه چاودنو له امله د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۲۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لومړی پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۲ مه د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې یوه چاودنه رامنځ ته شوې ده.

راپورنه زیاتوي، چې چاودېدونکي توکي د برېښنا په یوه پای کې اېښودل شوي و، چې د چاودنې له امله یې دوه کسان وژل شوي و د اردو د درې سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دویمه چاودنه نن پنشنبې د سلواغې ۲۳ مه سهار د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په لنډکروز موتر شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون کابل کې هم پنځه ماین چاودنو د پنځمې امنیتي حوزې د امر محمد زي کوچي په ګدون څو تنه و وژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي