۰
د ولسمشر دویم مرستیال:

د دوحې خبرې نسبي په ټپه ولاړې دي، طالبانو نوي شرطونه وړاندې کړې

شنبی ۲۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۴
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، دا مهال په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې نسبي په ټپه ولاړ حالت کې دي.
د دوحې خبرې نسبي په ټپه ولاړې دي، طالبانو نوي شرطونه وړاندې کړې
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، دا مهال په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې نسبي په ټپه ولاړ حالت کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دانش چې پرون جمعه د سلواغې ۲۴ مه یوه غونډه کې وینا کوله، د خبرو د درېدو پړه پر طالب پلاوي واچوله، چې په وینا یې د مذاکراتو پر ځای یې د سیمې ځینو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو نه یوازې چې د سیاسي سفرونو په موخه د مذاکراتو میز پرښی، بلکې د خبرو د پیلېدو لپاره یې نوي شرطونه وړاندې کړې دي.

ښاغلي دانش د طالبانو د نویو شرطونو په اړه جزات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې دغه شرطونه په هېڅ صورت د سولې بهیر په ګټه نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي، چې طالبانو د افغان سولې په تړاو کلک دریځ غوره کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي