۰
پخواني امریکايي چارواکي:

که سرتېري وایستل شي، افغانستان کې به کورنۍ جګړې پیل شي، بیا به مسووله امریکا وي

شنبی ۲۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۱
پخوانیو امریکايي چارواکو له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ژر ایستلو په اړه خبرداری ورکړی ویلي يې دي، چې دغه کار به نه یوازې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښې کړي، بلکې افغانستان کې به هم کورنۍ جګړې پیل شي.
که سرتېري وایستل شي، افغانستان کې به کورنۍ جګړې پیل شي، بیا به مسووله امریکا وي
پخوانیو امریکايي چارواکو له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ژر ایستلو په اړه خبرداری ورکړی ویلي يې دي، چې دغه کار به نه یوازې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښې کړي، بلکې افغانستان کې به هم کورنۍ جګړې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پیټرییس، د جورج ټاون انستېتیوت مشر میلاني ورویر او د امریکا د سنا جګړې د بهرنیو کمېټې غړي پیټر مایر په یوه ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

دا کنفرانس چې په افغانستان کې د سمې پایلې لپاره د شرایطو ټاکل نومول شوی وو یادو پخوانیو چارواکو له افغانستان څخه په بېړه د امریکايي سرتېرو ایستل یوه تېروتنه او په ورته وخت کې ګواشوونکی اقدام وباله.

پخواني امریکايي سفیر راین کراکر د خبرو پر مهال و ویل، چې په بېړه سره د سرتېرو په ایستلو سره موږ د امریکا ملي امنیت ته زیان رسو.

د هغه په وینا دغه ډول وتل به اتفاقآ د تسلمۍ په مانا وي، نه دي سولې.

نوموړي د افغانستان د ۷۰ مې لسیزې کورنیو جګړو او د طالبانو بیا راتګ ته په اشارې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو بیا احتمالي قدرت ته رسېدو په صورت کې به امریکا ملامته وي.

کراکر ویلي«موږ خپلو ارزښتونو ته زیان رسو، موږ نجونې ښوونځي ته تلو ته وهڅولي او ورته و مو ویل، چې ستاسو څخه په ښه توګه ملاتړ کو، او اوس خپلو ساعتونو ته ګورو وايي، چې د وتلو وخت رارسېدلی او خدای پامان، آیا پوهېږو چې په یو ځل وتلو سره به افغانستان کې پر مېرمنو څه رامنځ ته شي، کله چې طالبان بیا د وسلې په زور واک ته ورسېږي، هغه وضعیت به ښه نه وي، او موږ به ملامت وو.»

دغه راز د امریکا د مرکزي استخباراتو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرییس هم د اپریل میاشتې تر اخیره پورې د بشپړ ځواکونو ایستل ناورین رامنځ ته کوونکي وبلل.

هغه و ویل«موږ اوس نه یوازې د ټولو ځواکونو ایستلو موضوع ته اندېښمن یو، بلکې دا مو فکر ته رسېږي، چې دا کار په باالقوه توګه ناورین زېږونکی دی.

نوموړي په افغانستان کې د لږ شمېر امریکايي سرتېرو د شتون په اړه هم اندېښنه وښوده.

جنرال پټرییس زیاته کړه، چې تر ده بل هېڅوک له طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پلوي نه دي، خو په وینا یې طالبانو په ښکار توګه تر اوسه په کړیو ژمنو چې له القاعده سره به اړیکې پرېکوي او تاوتریخوالی به کموي، عمل نه دی کړی.

ده و ویل«واقعیت دا دی او زه فکر کوم چې طالبان یوازې د دوه موخو لپاره خبرو ته حاضر شول، یو د امریکايي ځواکونو وتل او بل د خپلو زندانیانو خوشي کول.»

دغه پخوانی امریکايي جنرال وايي، طالبان په دې دواړو هدفونو کې بریالي شول هم یې امریکايي سرتېري د پام وړ کم کړل او هم یې خپل زندانیان له بنده خوشي کړل.

نوموړي دا هم  ویل، چې د طالبانو سلګونه خوشي شوي زندانیان بیا د جګړې ډګر ته ښکته شوي دي او دا ښيي، چې طالبان جګړې ته د بیا نه ګرځېدو ژمنې ته درناوی نه دی کړی.

په ورته وخت کې د جورج ټاون انستېتیوت اجرائیوي مشرې میلاني ورویر و ویل، چې د امریکايي ځواکونو په ایستلو کې باید فکر وشي او ورستي اقدامات باید په سیمه کې د روان وضعیت سره سم واخیستل شي، ځکه له طالبانو سره شوې هوکړه کې هم یادونه شوې، چې طالبان باید له القاعده سره اړیکې پرې او تاوتریخوالی کم کړي.

هغې ټينګار وکړ، چې وروستي اقدامات باید له خپلو شریکانو، اروپايي متحدانو او ناټو سره په ګډه واخیستل شي او ټول د یوې قوي دیپلوماسي سره سیمې ته داخل شي.

په پای کې ټولو په افغانستان، کې پر هدفي وژنو، چې تر ډېره یې موخه خبریالان، مدني فعالان، څارنوالان، قاضیان، ډاکتران او نور روڼ اندي دي اشاره وکړه ویې ویل، چې د بهرنیو ځواکونو په بېړه او غیر مسوولانه وتل به د تېرو دوه لسیزو لاس ته راوڼې له ګواښ سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي