۰

د کندهار ارغنداب کې موټر بم برید ۷ پولیس ټپیان کړي دي

شنبی ۲۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې موټر بم برید شوی، چې له امله یې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ارغنداب کې موټر بم برید ۷ پولیس ټپیان کړي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې موټر بم برید شوی، چې له امله یې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، برید نن شنبې د سلواغې ۲۵ مه سهار ۸:۰۰ بجې د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک سیمه کې شوی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي، په دغه برید کې ۷ تنه پولیس ټپیان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي او نظامي عملیات دوام لري.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دغه برید کې څلور پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه برید د کوهک د مکتب په سیمه کې د پولیسو په یوه تازه جوړ مرکز شوی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې ناامني زیاته شوې او نېږدې هره ورځ ترې د جنګ جګړو راپورونه ورکول کېږي.

تازه دفاع وزارت ویلي، په دغه ولسوالۍ کې یې پر طالبانو هوايي او ځمکني بریدونه کړي، چې په کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي