کونړ او ننګرهار کې چاودنو ۷ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

25 دلو 1399 ساعت 9:41

سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو کې د سرتېرو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو کې د سرتېرو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کونړ په چپه درې ولسوالۍ کې تېره شپه دوه بجې د سیمه ییزه پولیسو په ګرمه د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، په دغه چاودنه کې د محلي پولیسو د یوه ټولي قوماندان فیروز او د هغه یو بل سرتېری وژل شوي او دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

بل خوا نن سهار ۸ بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د زندان اړوند پولیسو په یوه رنجر موتر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 136407

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com