ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي

27 دلو 1399 ساعت 9:11

د ناټو تړون یو شمېر سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې ناټو سازمان به په افغانستان کې حضور او ماموریت ته دوام ورکړي.


د ناټو تړون یو شمېر سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې ناټو سازمان به په افغانستان کې حضور او ماموریت ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو یو شمېر سرچینو دغه خبره د جرمني ډي پي اې خبري آژانس ته کړې ده.

دغه سرچینو چې نوم یې نه ده اخستل شوی، ویلي جرمني او نورو متحدانو یې منلې، چې له افغانستانه به د ۱۰ زره ناټو سرتېرو د وتلو پرېکړه ونه کړي.

د سرچینو په وینا دا پرېکړه به د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې وشي، چې روانه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ جوړېږي.

سرچینو ویلي، ناټو به د دې پر ځای له طالبانو یو ځل بیا وغواړي چې شخړې کمې کړي او له افغان دولت سره د سولې د ټکنۍ پروسې د ګړندي کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو په کېدونکې غونډه کې چې چهارشنبه او پنجشنبه به دوام کوي، په افغانستان کې د خپل مأموریت د راتلونکې په اړه داسې مهال خبرې کوي چې د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه چې ایا تر مې میاشتې وروسته به هم د دې هېواد سرتېري په افغانستان کې پاتې شي او کنه، رسماً پرېکړه نه‌ ده کړې.

خو تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ویلي و، چې دوی به د افغانستان وضعیت او شرایطو ته په کتو د ځواکونو په اړه پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136456

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136456/

جمهور
  https://www.jomhornews.com