د ملګرو ملتونو یوه ډله کاپوهانو ویلي، چې لا هم افغانستان د نړۍ په کچه له ترهګریزو فعالیتونو اغېزمن هېواد او حالت یې خورا کړکېچن دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کارپوهانو دغه ډلې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، سره له دې، چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شوې، خو افغانستان کې جګړو زور اخیست او وضعیت یې کړکېچن کړی دی.
دوی په دې راپور کې ټینګار کړي، چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او دغه شبکه یې په ډېری عملیاتو کې لارښوونه او مرسته کوي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړي، چې د سولې له هوکړې وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې لا کړکېچن شوی او ستونزې ډېرې شوې دي.
په راپور کې راځي چې د تېر کال له فبرورۍ وروسته تر دې دمه ۶۰۰ ملکي افغانان او ۲۵۰۰ افغان امنیتي ځواکونه په جګړو کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه کاروپوهانو له امنیت شورا په افغانستان کې وضعیت اندېښمنونکی بللی ټینګار یې کړي، چې د امنیت شورا باید د دغه هېواد وضعیت ته د جدي پاملرنې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل