۰

ننګرهار کې د هدفي وژنو یوه شبکه نیول شوې ده

دوشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۳
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار کې د هدفي بریدګرو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
ننګرهار کې د هدفي وژنو یوه شبکه نیول شوې ده
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار کې د هدفي بریدګرو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي امرخېل پرون یکشنبې د سلواغې ۲۶ مه خبریالانو ته ویلي، نیول شوي کسان د طالبانو غړي دي، چې مشري د قاري هجرت الله په نوم د یوه کس په غاړه وه.

نوموړي زیاته کړې، چې قاري هجرت الله په مشرۍ دغه ډلې به ننګرهار ولایت کې فعالیت درلود، چې ملي امنیت په جلال آباد ښار، سره رود او بهسودو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ونیول.

دی وايي، نیول شویو کسانو په هدفي وژنو، د ماینونو ځای پر ځای کولو، دولتي موټرو پسې د چسپکې ماینونو نښلولو او د دولتي کار کوونکو په نښه کولو کې لاس درلود.

د امرخېل په وینا دغه کسانو پنځمه ناحیه کې دوه تنه پولیس، درېمه ناحیه کې د ملي امنیت کارکونکي، سره رود ولسوالۍ ګنډه چشمې سیمه کې د ملي امنیت یو بل کارکونکی، د مستوفیت د ارزیابۍ مدیر، د ملي اردو یو تن افسر او د څلورمې ناحيې اړوند د چپرهار زړه هډې په مربوطاتو کې د استيناف محکمې یو تن قاضي په شهادت رسولي وو.

د ننګرهار والي زیاته کړې، چې د هدفي وژنو نیول شوې شبکې مشر قاري هجرت الله او غړو یې نور اغا، بادام ګل او ولایت خان پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

هغه وویل، د ملي امنیت ځواکونو همدا راز دوه تنه نور وسله وال طالبان هم د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نیولي چې نیول شویو کسانو پخپل جرم اعتراف کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په جلال اباد ښار کې په هدفي برید کې د مشرانو جرګې یو کار کوونکی او د یوې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي