۰

حنیف اتمر کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره پر سوله خبرې کړې دي

دوشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدنه کې پر دوه اړخیزه اړیکو، روان وضعیت او سولې پروسې د وروستیو تحولاتو او ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
حنیف اتمر کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره پر سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدنه کې پر دوه اړخیزه اړیکو، روان وضعیت او سولې پروسې د وروستیو تحولاتو او ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلي اتمر د امریکا له دغه پرېکړې، چې د طالبانو سره د دوحې هوکړه له سره ارزوي هرکلی کړی دی.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د انتوني بلینکن ټاکل کېدو مبارکي هم ورکړې او تمه یې ښودلې، چې نېږدې راتلونکې کې به له خپل امریکايي سیال سره وګوري او په اړونده مسایلو به ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي اتمر د امریکا له خوا د طالبانو سره د شوې هوکړې بیا ارزول د افغانستان د سولې او دغه راز د طالبانو له خوا د خپلو ژمنو پوره کولو په برخه کې ګټور وباله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په اړه ټینګار وکړ، ویې ویل، چې دغه اجماع به افغانستان کې د تل پاتې سولې سبب شي.
  
نوموړي له ویلسن سره د افغانستان، امریکا او ازبکستان د کاري ډلې په اړه هم خبرې وکړې او د دې واړه هېوادونو تر منځ ګډه ناسته یې ګټوره وبلله.

په خپرپاڼه کې ویل شوي، راس ویلسن هم د افغان سولې څخه د امریکا د بشپړ ملاتړ، د واشګټن د کړیو ژمنو د عملي کېدو، مشارکت او په بېلا بېلو برخو کې د اوږد مهاله همکاریو په اړه ډاډ څرګند کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي