د حکمتیار څرګندونو ته د صالح غبرګون:

حکمتیار اوس له راکټ ویشتلو خبرې کولو ته تکامل کړی، پرېږدۍ چې سیاسي ټوکې وکړي

27 دلو 1399 ساعت 10:48

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، دې ښاغلي ارګ ته د رسېدو لپاره د افغانستان د کوم دښمن دروازه نه ده ټکولې.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، دې ښاغلي ارګ ته د رسېدو لپاره د افغانستان د کوم دښمن دروازه نه ده ټکولې.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دا څرګندونې په خپله فسبوک پانه لیکلي ویلي یې دي، پرېږدی، چې دا ښاغلی سیاسي ټوکې وکړي.

ګلبدین حکتمیار پرون یکشنبې د سلواغې ۲۶ مه له افغانستان د روسانو د وتلو ۳۲ کلیزې په ویاړ جوړه شوې یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې هېواد ته په پټه وسلې راځي.

نوموړي ویلي و«زه دقیق او موثق معلومات لرم، دا افواهات نه دي، که څوک شک لري پلټنې د وکړي، زه کامل اسناد لرم، چې د بندرونو له لارې د غنم په کانټنرونو او نورو موادو کې وسلې او تجهیزات افغانستان ته راوړل کېږي او دا بیا هغه جنګ سالارانو ته ورکول کېږي، چې له طالبانو سره د جګړې مخینه لري.»

نوموړي ویلي، چې د تسلیحاتي تدارکاتو صلاحیت له ولسمشرۍ ماڼۍ سره دی او هغوی وروستۍ مصلحت ټاکي، چې له کومې مرجعې وسلې واخلي.

ښاغلي صالح وړاندې ویلي، ده (اشاره یې حکمتیار ته ده) نوموړي په ۴۰ کلونو کې په بغاوت، کودتاه، دسیسې، توطیې، جنګ او وژنو ارګ ته ځان ونه شو رسولی.

د ښاغلي صالح په وینا د افغانستان د دښمن داسې مرجعې به نه وي پاتې چې حکمتیار ورته مراجعه نه وي کړې، خو بیا هم ارګ ته ونه رسېده.

خو کله یې چې ملي بیرغ، اساسي قانون او نظام ته سرټیټ کړ، نو د ارګ مېلمه شو او یو څو ساعته یې تېر کړل، خو هغه ساعتونو یې هم ضایع او رخمي کړل.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې نوموړی اوس له راکټ ویشتلو خبرې کولو ته تکامل کړی او دغه برخې ته یې باید احترام وشي.

ښاغلي صالح د خپلو څرګندونو په پای کې ویلي«پرېږدي، چې هر څه یې زړه غواړي و وايي، سیاسي ټوکې ډېرې خبر جوړونکې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136473

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136473/

جمهور
  https://www.jomhornews.com