سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ پولیس وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د سلواغې ۲۷ مه مازیګر مهال د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، د پولیسو په هاموي ټانګ د بازار په منځ کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ پولیس وژل شوي دي.
دی وايي، ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو طالبانو څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب