کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، طالبان باید د هدفي وژنو د څېړلو، غندلو او مخینوي غوښتنې ومني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د تازه راپور تر خپرولو وروسته په څو ټوېټونو کې کړې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر پرون په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۸ د جنورۍ له میاشتې د ۲۰۲۱ د مۍ تر ورستۍ نېټې پورې افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو ۶۵ کارکوونکي او مدافعین وژل شوي دي.
د امریکا شارژدافیر همدې راپورو ته په غبرګون کې له طالبانو غوښتي، چې د هدفي وژنو د څېړنې، غندلو او مخنیوي غوښتنې ته لبیک و وايي.
نوموړي ویلي له افغان حکومته هم غواړي، چې د یوناما له سپارښتنې سره سم د خپلو اتباعو خوندیتوب پیاوړی کړي، حملې په شفافیت وڅېړي او قاتلان مجازات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بین الافغاني خبرو د پیل راهیسې په افغانستان کې د رسنیو ۱۱ کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعین په هدفي حملو کې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل