۰

د ناټو سرمنشي: شرایط مناسب نه دي له افغانستان څخه نه وځو

سی شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو ځواکونه به شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه پرېکړه کوي.
د ناټو سرمنشي: شرایط مناسب نه دي له افغانستان څخه نه وځو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو ځواکونه به شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه پرېکړه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون دوشنبې د سلواغې ۲۷ مه د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې وړاندې ویلي، چې شرایط برابر نه دي او ناټو ځواکونه به له افغانستان څخه ونه وځي.

نوموړي زیاته کړه، کله چې شرایط برابر شو نو ناټو ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي سټولټنبرګ دا ونه ویل، چې مناسب وخت به څنګه او کله وي، خو ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان تګلاره روښانه ده او هغه دا چې دغه هېواد بیا د ترهګرو په پټځای بدل نه شي او په نورو هېوادونو ترې بریدونه ونه شي.

ده ټينګار وکړ، چې د ناټو هېڅ‌ غړی نه غواړي له ضرورت زیات وخت په افغانستان کې پاتې شي، خو دا هېواد به په غیر مناسب وخت کې پرېنږدي.

ښاغلي ستولتنبرګ و ویل، طالبان باید خشونت کم کړي، په ښه نیت مذاکره وکړي او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي، بهرني ځواکونه باید د دوحې د هوکړې سره سم پر ټاکلې نېټه افغانستان پرېږدي، که نه وي دوی به له سره بریدونه پرې پیل کړي.

خو امریکا، جرمني، ناټو، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه وايي، طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی، بلکې جګړې او هدفي وژنې یې زیاتې کړې، چې دغه کار د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله پېچلې کړې ده.

 امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې دوی له طالبانو سره د دوحې هوکړه بیا ارزوي او شرایطو ته په کتو به افغانستان کې د خپلو خو سرتېرو په اړه پرېکړه کوي.

خو د جرمني په ګډون ناټو چارواکو ویلي داسې نه ښکاري چې بهرني ځواکونه دې د می تر میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې وویل چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې تر مۍ پورې نتیجه نه ورکوي او دوی باید یو بل ماموریت ته ځانونه چمتو کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي