لغمان کې د طالبانو د ترور شبکې ۷ مهم غړي نیول شوي دي

28 دلو 1399 ساعت 9:40

سیمه ییز چارواکي لغمان ولایت کې د طالبانو د ښاري شبکې د ۷ تنو مهمو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


سیمه ییز چارواکي لغمان ولایت کې د طالبانو د ښاري شبکې د ۷ تنو مهمو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي وايي، د طالبانو دغه مهم غړي له دوه موټر سایکل بمونو سره یو ځای نیول شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی زیاتوي، چې د طالبانو د ښاري شبکې دغه غړي د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي، خو دا چې کله او چېرته څه یې نه دي ویلي.

نوموړی وايي، نیول شویو وسله والو په مهترلام ښار کې د موټرسایکل بم، دولتي مسوولینو او مخورو ته چسپکې ماینونوایښودلو او ترور پېښې ترسره کولې.

د هغه په وینا له نیول شویو وسله والو طالبانو څخه له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرسایکل بمونه، یو دانه چسپکې ماین، یو کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، د ماینونو جوړولو وسایل هم ترلاسه شوي دي.

د لغمان د والي ویاند زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اوس هم ترې څېړنې روانې دي.

وسله والو طالبانو بیا په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 136498

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136498/

جمهور
  https://www.jomhornews.com