دفاع وزرات: پکتیا کې د طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی نیول شوی

29 دلو 1399 ساعت 10:31

ملي دفاع وزارت پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو د استخباراتي شبکې د یوه مهم او کلیدي غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو د استخباراتي شبکې د یوه مهم او کلیدي غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه طالب غړی تېره شپه د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عبدل چې په انجیر مشهور او د طالبانو د استخباراتو یو مهم او کلیدي غړی دی، د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
 
دفاع وزارت وايي، نیول شوي، کس په ګڼو ترهګریزه بریدونو او په ځانګړي ډول ګردېز کې موټر بم برید کې لاس درلود.

ملي دفاع وزارت دا هم ویلي، چې په دې عملیاتو کې یو موټر سایکل، ۳ ریموټ کنټرول ماینونه او یو شمېر استخباراتي پاڼې هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136527

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136527/

جمهور
  https://www.jomhornews.com